واشنګټن (INA) - د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن به د راتلونکي جولای په میاشت کې ترکیې ته سفر وکړي ترڅو د پټرولیم په 50 نړیوال کانګرس کې برخه واخلي. د نفتي موادو نړیوالې شورا په یوه بیان کې ویلي، په دغه کنفرانس کې چې د جولای له ۹مې تر ۱۳مې پورې په استانبول کې جوړېږي، د څه باندې ۵۰ هېوادونو وزیران برخه اخلي. په بیان کې راغلي چې شورا به د کنفرانس په څنډه کې ټیلرسن ته د تېلو او ګازو په سکتورونو کې د هغه د پام وړ ونډې په اعتراف کې د ډیورسټ معتبر جایزه ورکړي. د پټرولیم نړیوال کانګریس د "انرژی د راتلونکي په لور د پلونو" تر شعار لاندې د ترکیې په استانبول کې په ۲۲مه ګڼه کې جوړیږي. د انرژۍ لوی شرکتونه لکه Shell، BP، ExxonMobil، Chevron، Total، سعودي ارامکو او SOCAR په کنفرانس کې ګډون کوي. (پای) GH / اناتولیا
له یوې دقیقې څخه لږ



